له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۱:۴۱
990

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د پوهنې وزارت د مقام د دفتر له لوی رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب سره وکتل.
په یاده کتنه کې د ننګرهار پوهنې رئیس د یاد ولایت د پوهنې عمومي وضعیت، د تشکیلاتو جوړښت پر نهايي کېدو، د نوي ښوونیز کال پر وړاندې شته ننګونې او د یاد ریاست پروګرامونه او پلانونه یې د دفتر له لوی رئیس سره شریک او په اړه یې نظرونه تبادله شول.

له یاد ولایت څخه د یو بل خبر له مخې:


د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د پاس څپر د نجونو او هلکانو عالي لېسې احاطوي دېوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د جوړېدو چارې یې رسماً پیل شوې.
د دواړو ښوونځيو احاطوي دېوالونه په لس جرېبه ځمکه کې، چې لګښت يې د سيمې خلکو او د زده کوونکو کورنيو پر غاړه واخيست جوړیږي.

همدارنګه په یو بل خبر کې:


د پوهنې په برخه کې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۹۶ زره افغانیو په لګښت د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د یو شمېر ښوونځیو لپاره برېښنا یي باد پکې وپېرودل شوې او په یادو ښوونځیو کې یې یو شمېر غیر فعالې باد پکې بېرته فعاله کړې.
له بلې خوا: د همدې ولسوالۍ د بازي خېلو د لېسې ښوونکو په خپلو پيسو د يادې لېسې د ټولګيو لپاره درسي مواد چمتو کړل.

کابل

د کابل ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په فرزې ولسوالۍ کې، د ۱۶ ښوونځیو او یوې دیني مدرسې د زده کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ پیل کړې.
د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه، د پټو استعدادونو پېژندل، زده کوونکو ته د پوهنې په برخه کې انګېزه ورکول او د هغوی هڅول دي.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولايت له آمرینو او مدېرانو سره د ېوې غونډې په ترڅ کې، د یاد رياست د نوي تشکيل د نهايي کېدو او ځینو نور مسایلو په تړاو تفصیلي بحثونه وکړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پلان کې لري، چې د زده‌کوونکو لپاره د مېزونو او څوکیو د تولید لپاره د ۲۴ قلمه خامو موادو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین غزني ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي غزني ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۱۰
Background image

رسنیزبلنلیک

د کابل ښار پوهنې ریاست پلان لري، چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه او مېلمنو په حضور کې د ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو لپاره د ساینسي پروژو او لاسته راوړنو (المپیاډ) پای‌غونډې په موخه. . .

BACK TO NEWS