له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
لوګر
د لوګر ولایت د حضرت عمر فاروق(رضي الله عنه) عالي لېسې زده کوونکو د خپلو کورنیو په مرسته د څلوېښت زره افغانیو په لګښت سره خپل ښوونځی ترمیم او رنګ کړ.
د لوګر پوهنې ریاست د یادو زده کوونکو او کورنیو له دغه نېک احساس څخه ستاینه اوقدرداني وکړه.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو آمریتونو د تجهیزاتو او وسایطو د ترمیم چارې د ولایت مقام له لوري د یوه پلاوي په ټاکلو سره داوطلبۍ ته وړاندې کړې.
پکتیا
د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د ښوونځیو د ښوونکو ترمنځ د ا/مارت پېژندنې تر نامه لاندې تحریري آزموینه په لاره واچوله او په یاد پروګرام کې یې له ګډون والو څخه د ا.ا د دندو او لاسته راوړنو په تړاو آزموینه واخیستله.
د یادونې وړه ده چې د لومړي مقام ګټونکي لپاره جایزه هم په پام کې نیول شوې ده.
له همدې ولایت څخه د یو بل خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې د ساختماني شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د لس بابه ښوونځیو د ترمیم چارې رضاکارانو ته وسپارلې.
د یاد ولايت پوهنې رياست وايي چې ګټونکی شرکت به دښوونځیو د ترمیم چارې په کم لګښت او لوړ کیفیت ترسره کړي.
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست کاري غونډه د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني تر څارنې لاندې، د پوهنې په برخه کې د اړوندو ادارو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه.
د سرپل پوهنې رئيس د يادو ادارو د همکاريو د قدردانۍ په ترڅ کې، له ګډون والو وغوښتل، تر څو خپل فعاليتونه د کړنلارې له مخې او د پوهنې له رياست سره په همغږۍ ترسره کړي.
