له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۴:۵۸
12

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت د دیني مدارسو له مسؤلینو سره وکتل او د هغوی د فعالیتونو په اړه یې د پوهنې وزارت د لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ. 
نوموړي له مسئولینو وغوښتل، چې د زده کړو د کيفيت په لوړولو او د زده کوونکو په سالمه ښوونه او روزنه  کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.

پکتيکا

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د یحی خېلو ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو له کړنو څخه څارنه وکړه او له ښوونکو یې وغوښتل، چې د زده کوونکو سالمې ښوونې او روزنې ته د پخوا په پرتله لا زیاته پاملرنه وکړي.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په لرې پرتو او محرومو ښوونځیو کې د یو شمېر ښوونکو د ګمارلو په موخه، ډله ییزه آزموینه واخیسته.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست، د بېلابېلو ښوونځیو ۶۸۳ تنو زده کوونکو ته په انفرادي ډول د دولسمو ټولګيو شهاتنامې ووېشلې.
د یاد ښار پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني، د پوهنې پر ارزښت خبرې وکړې او د شهادتنامو د وېش په اړه یې ګډون والو ته معلومات ورکړل.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د نتایجو او شهادتنامود مدیریت په برخه کې د ۵ قراردادي کارکوونکو د ګمارنې په موخه،  له ۴۵ تنو نوماندانو څخه آزموینه واخیسته، چې له ډلې به یې ۵ تنه وړ کسان په یادو بستونو کې وګمارل شول.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننگرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

د یو همکار بنسټ لخوا په ننګرهار ولایت کې «د ښوونې او روزنې مؤثره ودې » تر سرلیک لاندې درې ورځنی تعلیمي ورکشاپ پیل شو.
په یاد ورکشاپ کې د همدغه ولایت د شپږو ولسوالیو ۱۲۶ تنه مدیران او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ چې د جوړولو کارونه یې څو میاشتې مخکې د یو خیریه بنسټ په همکارۍ پیل شوي وو، اوس بشپړ او د پوهنې مسئولینو، علما‌‌ءکرامو. . .

BACK TO NEWS