د پوهنې وزارت د مقام د دفتر  لوی رئیس معرفي او په کار یې پيل وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۷:۲۷
12

د پوهنې وزارت د وړاندیز او.ا.ا.ا د عالي مقام په منظورۍ الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب د پوهنې وزارت د مقام د دفتر د لوی رئیس په توګه وټاکل شو او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
یاد مراسم د قرآن کریم د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول او ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د موضوع په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل: هر مسئولیت یو امانت دی، او نوي لوی رئیس ته یې د دندې د سرته رسولو په برخه کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.
نوموړي د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست د پخواني رئیس، مولوي عزیز احمد ریان د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د بیانولو په ترڅ کې څرګنده کړه: د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست یو له مهمو اوکلیدي څانګو څخه دی چې د کار لوی حجم لري او د اړوندو چارو په پلي کولو کې د مسئولینو لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لري.
ورپسې د پوهنې وزارت ستر سلاکار  مولوي عزیز احمد ریان د وزارت دمقام د دفتر نوي لوی رئیس ته دمبارکۍ ترڅنګ، د نوموړي د ټاکنې په اړه د تقرر مکتوب ولوست.
وروسته د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، په خپله وینا کې د ا.ا.ا د عالي مقام او د پوهنې وزارت محترم سرپرست له اعتماد څخه مننه وکړه او د نوي ورسپارل شوي مسئولیت د اداء کولو په برخه کې یې له مسئولینو او همکارانو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS