د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس بامیان ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي، د یوه پلاوي په ملتيا د باميان ولايت له اتفاق دارالعلوم څخه ليدنه وکړه.
یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې،د اتفاق دارالعلوم تدريسي، اداري او امنيتي وضعيت وارزاوه او له استادانو او زده کوونکو سره یې د راتلونکو پلانونو، پروګرامونو او د شته ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال د یاد دارالعلوم استادانو او زده کوونکو خپل وړاندیزونه او ستونزې له پلاوي سره شریک کړل چې د حل په موخه یې ډاډ ورکړل شو.
د غونډې په پای کې د پلاوي له لوري د یاد دارالعلوم مسئولینوته لازمې لارښوونې وش
