د EPDموسسې له لوري د پکتیا پوهنې ریاست سره د همکارۍ تړون لاسلیک شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۴ - ۱۵:۰
paktia

 

د پکتیا پوهنې ریاست او EPD مؤسسې تر منځ د څه باندی ۲۱۷ زرو ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک شو.

 تړون د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي او د یادې مؤسسې د مسؤلې زرمینې افضلي تر منځ لاسلیک شو. ددې تړون له مخې به یاده مؤسسه د دوه کلونو لپاره د پوهنې ریاست او ولس سره د ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري کوي،چې د ښوونځيو او بیلا بیلو ولسوالیو شوراګانې، مدني ټولنې او د DDA شورا پکې ګډون لري.

دپکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د یاد تړون د لاسلیک پر مهال یادونه وکړه، په ټوله کې ددې تړون هدف دا دی چې څنګه یادې شوراګانې او ولس له معارف څخه نظارت وکړي، چې ښو خدمتونو ته لاره هواره شي.  ددې تر څنګ به یاد تړون هدف دا وي چې ولس له پوهنې سره لاس په لاس همکار ووسي.

د یادولو وړ ده، چې په بیلابیلو ولسوالیو کې لا له وړاندې ۴۲ کسیزې شوراګانې هم ترتیب شوې چې میرمنې هم په کې ګډون لري.

د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي وویل: مونږ ددې مؤسسې له مشرتابه منندوی یو چې له مونږ سره د پوهنې په بیلا بیلو برخو کې همکاري کوي، او له نورو همکارو مؤسسو مو هم هیله ده چې له مونږ سره د پوهنې په برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS