له ولایتونو څخه د پوهنې فعالیتونو په اړه څو لنډ خبرونه
ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې د زکات مؤسسې له لوري، د خوګیاڼو ولسوالۍ د ښوونیزو بنسټونو له ۲۰۰ تنو یتیمو او بې وزلو نارینه او ښځینه زده کوونکو سره د خوراکي توکو، نقدو پیسو او درسي موادو مرسته وشوه.
د ننګرهار پوهنې رياست د يادو مرستو د وېش له بهير څخه د مننې او څارنې پرمهال، له نورو مرستندويه بنسټونو څخه هم وغوښتل، چې له يتيمو او بې وزلو ماشومانو سره د پوهنې په برخه کې همکاري وکړي.
جوزجان
د جوزجان ولايت پوهنې رياست مسئولین وايي، چې د يوې مرستندويه مؤسسې په همکارۍ يې د یاد ولايت په قرقين او خماب ولسواليو کې، د سيمه ييزو او چټکو زده کړو د بېلابېلو ټولګيو ۵۰ تنو زده کوونکو ته د پوښاک توکي وېشلې دي.
د جوزجان پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د یادې مرستندويه مؤسسې له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، له نورو خیریه مؤسسو څخه هم وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
بلخ
د بلخ ولایت پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ، د کاري چارو د ښه والي په موخه، د حیرتان اړوند لېسو د رهبرۍ په برخه کې یو لړ نوې ګمارنې ترسره شوې دي.
غزني
څه موده وړاندې د غزني ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ۳۶ دولتي او خصوصي ښوونځيو د سپورتي لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ، چې دیاد ولايت پوهنې رياست د بدني روزنې د عمومي مدېريت تر څارنې لاندې پيل شوې وې، د نثار مسلم خصوصي عالي لېسې د کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
بغلان
د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نورعزیزي، په رسمي چارو کې د مکافاتو او مجازاتو د اصولو له مخې، د ښاري زده کړو په برخه کې د پشیان منځني ښوونځي یو تن استاد ښاغلي عبدالودود عزیزي ته، د نوموړي د ارزښتناکو خدمتونو، هڅو او معياري ښوونيزو فعاليتونو په خاطرستاینلیک ورکړ، او ده ته یې د لابرياوو هيله وکړه.
