له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډو خبرونو ته کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۵:۳
123

 زابل

 د زابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي متقي د ياد ولایت په مرکز کلات ښار کې د ملای د لېسې له نوې ودانۍ څخه چې په دې وروستیو کې د UNHCR د دفتر له لوري جوړه شوې وه، لیدنه وکړه.
 د پوهنې رئيس د ښوونځيو له وسايلو او درسي خونو څخه د ليدنې په ترڅ کې له مسئولينو او زده کوونکو څخه وغوښتل، چې د ښوونځي  ودانۍ  او د وسايلو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

 نورستان

 د نورستان ولايت د پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمئن د ياد ولايت د کامدېش ولسوالۍ د کشتوز کلي له خلکو سره د کتنې پر مهال، د پوهنې وضعيت وڅېړه او له قومي مشرانو او خلکو يې وغوښتل چې د تعلیمي بنسټونو د فعال ساتلو په برخه کې له پوهنې رياست سره همکاري وکړي.

 همدارنګه،

د پوهنې رئیس له لورې  مفتي حق نواز د نورستان د برګمټال ولسوالۍ اړوند د سيد شهدا دینی مدرسي د آمر په توګه د يادې مدرسې اداري او تدريسي کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.

 هرات

د هرات د پوهنې ریاست د مسئولینو په حضور کې د سلطان غیاث الدین غوري لېسې زده کوونکو ته د پوهاوي پروګرام پیل شو.
د یاد ریاست د ښوونې او روزنې آمر وويل، د ورته پوهاوي  پروګرامونو جوړولو هدف  په  ټولنه  کې د ځوانانو د فرهنګ، اسلامي ارزښتونو او يووالي لپاره ارزښتمند او ضروری یاد کړل.

  پروان

د پروان ولایت پوهنې ریاست له لورې د ۱۴۰۲ کانکور آزموینې لپاره د نوماندانو د بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر د آزموینو ملي ادارې او د ياد ولایت پوهنتون په همکارۍ پیل شو.
 د پروان  پوهنې ریاست مسئولینو په وینا؛ د نوماندانو د بایومټریک پروسې له پای ته رسېدو وروسته به، د دیني مدارسو د دولسمو ټولګيو د کانکور، د عاليه،خامسه دورو سربېره د څورلسمو ټولګيو د تثبيت آزموینې هم واخیستل شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS