د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۰:۱۵
123

 بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رياست د آزاد رقابت آزموینې په ترڅ کې له ٥٢ تنو نارينه وو او ١٥تنو ښځينه وو نوماندانو څخه دښوونکو ګمارلو په موخه، آزموينه واخيسته. چې په ترڅ کې به یې يو شمېر هغه نوماندان چې معیاري نمرې ترلاسه کړې د یاد ولایت په دینې مدارسو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس په آزموینه کې پر روڼتیا او د ګمارنې په بهیرکې د نوماندانو پر وړتیا ټینګار وکړ.

نورستان

د نورستان ولايت پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطئمن، د یاد ولايت کامدېش او برګمټال ولسواليو ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د يو شمېر ښوونځيو او دارالاېتامونو له کړنو څخه څارنه وکړه.
په دغو ناستو کې نوموړي د ښوونیزو چارو په ښه والي او دارالاېتامونوچاپیریال کې، د نظم او پاکۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
نوموړي پر یو شمېر دارالاېتامونو درسي توکي هم ووېشل او له مسئولینو يې وغوښتل، چې د ماشومانو زده کړو ته جدي پاملرنه وکړي.

پکتیا

 د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، دیاد ریاست له آمرینو او مدېرانو سره د ليدنې پر مهال، هغوی وهڅول، چې د ورسپارل شويو چارو د لا ښه والي لپاره هلې ځلې وکړي.
 د غونډې برخه والو، د پوهنې له رئیس سره خپلې کاري ستونزې شریکې کړې او په ورته وخت کې یې ژمنه وکړه، چې په صادقانه توګه به خپلې دندې پر مخ وړي.

دایکنډي

 د دايکنډي ولايت د مرکز اړوند جرف کلي قومي مشرانو او اوسېدونکو د یاد ولايت  پوهنې رياست له مشرتابه پلاوي سره وکتل.
 همدارنګه:
 د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست د یوه تشویقي پروګرام په ترڅ کې، د یاد ولایت مرکزي ښوونځیو یو شمېر څارندویانو زده کوونکو ته درسي مواد او صابونونه ووېشل.

سمنګان

د سمنګان ولایت  پوهنې ریاست د یوې آزادې پروسې له لارې ۳۱ تنو وړ کسان څخه د ښوونکو د ګمارنې په موخه یوه رقابتي آزموینه واخیسته، چې له دې ډلې یې ۵ تنه هغه کسان چې معیاري نمرې پوره کړي، دیاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدارسو د ښوونکو په توګه وګمارل شي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۴۱
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

BACK TO NEWS