د ولایتونو د بشري سرچینو او اداري پراختيا کارکوونکو لپاره، د نوي تشکيلاتي جوړښت د پلي کېدو په  تړاو، ښوونيز سيمينارونه جوړ شول.

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۲:۲۰
123

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو ریاست د نوي تشکيلاتي جوړښت د تطبیق په درشل کې، د دارالعلومونو، دارالحفاظونو او مدارسو د استادانو او کارکوونکو د ګمارلو په موخه، د ولایتونو د بشري سرچینو او اداري پراختيا لویو مدېرتونو کارکوونکو لپاره، د لارښوونې سيمينارونه جوړ شول.

په يادو سيمينارونو کې د پورته ذکر شوو کارکوونکو سربېره د ولايتي څانګو رئیسانو او رهبرۍ هم حضور درلود، چې په ترڅ کې يې روزونکو، د نوي تشکيلاتي جوړښت د تطبیق د معیارونو په اړه معلومات ورکړل.
ګډون والو د هر اړخيزو بحثونو ترڅنګ، د موضوع اړوند خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د روزونکو له لوري ورته مناسب ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS