له ولایتونو څخه د پوهنې فعالیتونو ته لنډه کتنه!

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۹:۱۴
بیلا

 پنجشیر:
 د پنجشېر ولايت پوهنې په رياست کې د نوي تشکيل تطبيق په موخه د ياد ولايت  پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
 د پوهنې رئيس دنوي تشکيل تطبيق په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د پوهنې وزارت رهبرۍ له لارښوونې سره سم به هغه مامورين چې بستونه يې لغوه شوي دي خالي بستونو ته ور وپېژني.

 ميدان وردګ:
 د میدان وردګو ولایت پوهنې ریاست د دغه ولایت پوهنې ریاست درۍ تنه د پوهنې دوست او با احساسه شخصیتونه د دوامداره همکارۍ له امله وستایل.
 د ميدان وردګو پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د هر یوه انجنير: خالد الرحمن رسولي، عبدالجبار باصر او عبدالحلیم وردگ د فعاليتونو او ملاتړ څخه مننه وکړه او هغوی ته يې ستاینلیکونو ډالۍ کړل.

 کابل:
  په دې وروستيو کې الحاج حافظ مقدس یعقوبي د کابل ولایت خاک جبار ولسوالۍ پوهنې آمر په توګه وټاکل شو.
نوموړی د هغو مراسمو په ترڅ کې چې د پوهنې مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو پکې ګډون درلود، خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو او دنده يې پیل کړه.
  نوموړي د پوهنې وزارت له رهبرۍ په ده باندې د باور له امله مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د يادې ولسوالۍ پوهنې په برخه کې به اساسي کارونه ترسره کړي.

 بلخ:
د مزارشريف ښار اړوند ښوونځيو مدېرانو ترمنځ اداري غونډه جوړه شوه.
 په دې غونډه کې د ښوونځیو  اداري او تدریسي وضعیت د ښه والي په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

 ارزګان:
 په دې وروستيو کې مولوي سيد نبي سعيد د دغه ولايت  چوري ولسوالۍ د پوهنې آمر په توګه وټاکل شو.
 نوموړی د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او خپله دنده يې پيل کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۲
Background image

په سرپل کې یوې مدرسې لپاره د یو محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ منبع‌العلوم روحاني مدرسې لپاره د یوه محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره د مرحوم الحاج دین‌محمد خان د یو شمېر خیرخواه لمسیانو له لوري د ۱ میلیون او ۸۵ زره. . .

BACK TO NEWS