له ولایتونو د پوهنې ریاستونو فعالیتونو ته کتنه
بغلان
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دغه ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمدنور عزيزي سره وکتل.
لومړی د بغلان د پوهنې رئیس د دغه ریاست کاري راپور له والي سره شریک کړ او د ښوونځیو د ستونزو د حل او یو شمېر نورو اړینو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.
بل پلو د بغلان والي د پوهنې ریاست د کړنو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د شته ستونزو په حل کې به همکاري کوي.
تخار
د تخار ولایت د پوهنې ریاست اداري او لوژستیکي غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر تر څارنې لاندې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د تخار د پوهنې رئیس د بودیجې، پېرودلو، قراردادونو او وړاندیزونو د ننګونو په اړه د یاد ریاست له مسؤلینو سره مشورې وکړې او پرېکړه وشوه چې د پورتنيو مسایلو د حل په موخه دې د دې ادارې له کارپوهانو څخه یوه کاري کمېټه جوړه شي.
ارزګان
د اروزګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله اخندزاده کامران د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یک لنګ لېسې نوی مدیر د یادې لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته ور وپېژاند.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د عالي لېسې له نوي مشرتابه وغوښتل، چې د دغه رياست د پلانونو د پلي کېدو او د زده کوونکو علمي کيفيت د لوړولو په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.
د لېسې نوي آمر د پوهني رياست له مشرتابه څخه د منني په ترڅ کي ژمنه وکړه چي خپلې دندې ته به په صادقانه توګه دوام ورکړي.
سمنګان
د سمنګان ولایت د فیروز نخچیر ولسوالۍ د پوهنې آمريت د همغږۍ غونډه د یادې ولسوالۍ د ولسوال او د پوهنې ریاست د کارکوونکو په ګډون د ښوونځيو د ستونزو دحل په موخه جوړه شوه او په اړه یې نظرونه تبادله شول.
په دې غونډه کې د يادې ولسوالۍ د پوهنې رئيس د څښاک د پاکو اوبو، برېښنا، ښوونځيو د ترميم او يو شمېر نورې ستونزې مطرح کړې او له مشرتابه څخه يې د حل غوښتنه وکړه.
