د هېواد د دارالمعلمینونو استادانو د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري له معين سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۸:۴۷
123

د پوهنې وزارت نوې تشکيلاتي طرحې د تطبيق له مخې د ياد وزارت له اداري چوکاټ څخه د ښوونکو د روزنې ولايتي څانګو د منحل کېدو پر بنسټ، د هېواد په کچه د ښوونکو د روزنې يو شمېر استادانو او کارکوونکو د دې وزارت د سرچينو او ادارې له معين، مولوي صبغت الله وصيل سره وکتل او د ياد وزارت په چوکاټ کې یې د دغې علمي ادارې د ساتنې او دوام غوښتنه وکړه.
 فردين بهاوي د استادانو په استازيتوب، د ښوونکو روزنې رياست د پوهنې وزارت د کادرونو د ودې مرکز ګڼي او په خبره يې، د ياد وزارت له چوکاټ څخه د ښوونکو د څانګې جلا کېدل به په راتلونکي کې د مسلکي ښوونکو او نويو کادرونو د روزنې بهير له سستۍ سره مخامخ کړي. 
 نوموړي په داسې حال کې چې د ښوونکو او مامورينو د برخليک پر نشتوالي يې اندېښنه وښوده، د پوهنې وزارت له مشرتابه وغوښتل چې پر دې موضوع له سره غور وکړي.

 ورپسې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين مولوي صبغت الله وصيل، یو ځل بیا د دارالمعلمینونو له استادانو سره د یادې ادارې د منحل کېدو پر لاملونو او عواملو خبرې وکړې. نوموړي په دې اړه یوه څلور کسیزه کمېټه د دارالمعلمین له استادانو او د سرچينو او ادارې  معينيت له مسئولینو څخه جوړه کړه، ترڅو په دې اړه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره خبرې وکړي او لازم تصميمونه ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۲:۳۶
Background image

د قرارداد ورکولو پرېکړې اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت غواړي، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت د اړتیا وړ مرکز ګرمي اړوند ۱۶ قلمه توکو د تهیه کولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت یو باب ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړولو کارونه پیل شول

د پکتیکا ولایت یوسف خېل ولسوالۍ د عبدال‌بابا ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې ریاست مسئولینو په حضور کې پیل شوې.

دغه پروژه د سیمې د خلکو په ملاتړ د ۲ مېلیونه افغانیو لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوي رئیس شیخ محمد طارق طاؤس، د ښوونې او روزنې معین او د یاد وزارت کفیل الحاج مولوي سخاءالله سعید له خوا، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.

په یادو. . .

BACK TO NEWS