له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۳۰
۱۲۳

پروان 

 پروان ولایت د چاریکار ښار د ښوونځیو ۲۰۰ یتیمو او بېوزلو زده کوونکو  ته خوراکي توکي، قرطاسيه، جامې او ۱۴۰۰ افغانۍ د یونیفورم جوړونې په هکله نغدې مرسته ورسره وشوه.
د یادونې وړ ده چې یادې مرستې د مرستندویه بنسټ له لورې شوي دي.
 

لوګر

د مهربانۍ خیریه بنسټ او الحاج همایون عباسي، د لوګر ولایت  اوسېدونکی چې له هېواد څخه بهر مېشت دي د لوګر ولایت د پل علم ښار د شش قلعه متوسطه ښوونځي ۹۵۰ تنو زده کوونکو سره د قرطاسیې او درسې توکو مرسته وکړه.
 د پوهنې مسؤلینو او د زده کوونکو کورنیو له یاد بنسټ او نوموړي شخص څخه د مننې په ترڅ کې له نورو شتمنو خلکو وغوښتل تر څو د هېواد د پوهنې په پرمختګ کې  مرسته وکړي.

غزنی

د غزني ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسینی د خصوصي کورسونو له مسئولینو او مدیرانو سره د لیدنې په ترڅ کې له هغوي غوښتنه وکړه، چې ټول  ښوونیز فعالیتونه له قانون او د پوهنې وزارت له طرزالعمل سره  سم برابر کړي.

پنجشیر

د پنجشیر ولایت  د درې ولسوالۍ پوهنې آمریت کاري غونډه د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر تر نظر لاندې تر سره شوه، په دې غونډه کې د کاري بهیر چټکتیا، له مراجعینو سره د ښه سلوک او د ښوونځیو له اداري او تدریسي څارنې تر څنګ یې په ځینو نورو مسائلو خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS