د پوهنې وزیر د ولایتی رئیسانو د کړنو د څار او ارزونې لړِۍ شروع کړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۳
moe

پوهنې وزارت- کابل: دپوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخی په حضورکې د پوهنې د ولایتی رئیسانو د کړنو او لاسته راوړنو د څار او ارزونې لړی پیل شوه.

یاده ارزونه د پوهنې ولایتی رئیسانو کړنې، لاسته راوړنې، د هغوی د کړنو روڼوالی د یو کال په موده کې د ملکي خدمتونو دکارکوونکو د قانون په رڼا کې رانغاړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کارشناسانو د څارکمېسیون د غړیو له خوا د لغمان، کاپیسا او کابل ښار د پوهنې د دریو رییسانو کړنې برسي او ارزول شوي دي.

یادي ارزونې د پوهنې په برخه کې نیمکړتیاوی، کاری نواقص او همدارنګه د پوهنې ولایتي رئیسانو د مثبتو کړنو د تشویق او تقدیر په مؤخه کیږي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۵۶
Background image

په میدان‌وردګ او پکتیا ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د میدان‌وردګ او پکتیا ولایتونو پوهنې ریاستونو، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت دویم پړاو ازموینې ترسره کړې، چې پکې د ټولټال ۱۲۷ تنو ماشومانو تعلیمي کچه وارزول شوه.
یا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۱ - ۹:۵۲
Background image

په کابل ولایت کې څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت ۲ بابه ښوونځي ترمیم شول

د کابل ولایت خاک‌جبار ولسوالۍ اړوند ۲ بابه ښوونځيو د ترمیم پروژې د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د پټې خزانې او کړوخیل ښوونځيو د ودانیو ترمیمول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS