له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
بغلان
د یونیسف او سویډن ادارې مسوولینو ښاغلي خان او یو شمېر نورو د یوې مشورتي غونډې په ترڅ کې د پوهنې په برخه کې د خپلو فعالیتونو او راتلونکو کاري پلانونو راپور د بغلان د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمد نور عزيزي سره شریک کړ. او په دې برخه کې یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د بغلان د پوهنې رئیس د یادو بنسټونو له همکارانو څخه د مننې ترڅنګ له یادو بنسټونو سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.
په يو بل خبر کې
د بغلان ولايت د پوهنې رئيس د دغه رياست د تعلیمي څارنې له آمرینو او کارکوونکو سره وکتل او له هغوى يې وغوښتل چې په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې له ښوونیزو او روزنیزو فعالیتونو څخه په کلکه څارنه وکړي او ستونزې یې له پوهنې ریاست سره شریک کړي.
ارزګان
د SHAO موسسې په ارزګان ولایت کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مالي مرسته د پوهنې ریاست او د ولسوالیو دفترونه د لمریزې برېښنا په سیستم سمبالوي. د دې پروژې د پرانېستې مراسم د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي او د دواړو ادارو د استازو په حضور کې ترسره شول.
د پوهنې رئيس د يادو ادارو له مرستو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: په يادو برخو کې د برېښنا د سيستم په فعالېدو سره به د اروزګان د پوهنې ډېرى ستونزې هوارې شي.
بلخ
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل او ورسره پلاوي د مزارشریف د اتفاق تجربوي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.
نوموړو د یو شمېر اداري ستونزو د حل په موخه د لیسې مدیرانو او ښوونکو ته لازمې مشورې او لارښوونې ورکړې.
د يو بل خبر له مخې
د بلخ پوهنې رياست وايي: د دغه ولايت په ښوونیزو ادارو کې د اداري او تدريسي ستونزو د موندلو او د هغو د حل په موخه د تعلیمي څارنې غړو د دې ولایت په مرکز او دولت آباد، چهاربولک، شولګره، بلخ او نهر شاهي ولسوالیو کې له ښوونځیو څخه څارنه وکړه او د یادو ښوونځیو له مسوولیو او ښوونکو سره یې مشورې وکړې.
