د خوست له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۱:۲۵
شسیب

د خوست د ولایت د مشرتابه، د پوهنې ریاست د مسوولینو، دیني عالمانو او د مرستندویو بنسټونو د استازو په ګډون د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي کې دوه بابه ښوونځي پرانیستل شوې، چې د يادو ښوونځيو مالي لګښت د UNHCR له خوا ورکړل شوى دى
د دغه ولايت اړوندو مسوولينو د يادې شوې ادارې څخه د مننې په ترڅ کې د علومو پر ارزښت ویناوې وکړې او له مسوولينو او زده کوونکو يې وغوښتل چې د يادو ښوونځيو ساتنې او پالنې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رياست له لوري د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې د دوی د ارزښتناکو خدمتونو له امله وستايل شول.
یادو آمرینو د پوهنې وزارت له مهرباني څخه خوښي څرګنده کړه او د پخوا په پرتله یې د لا جدي فعالیتونو ژمنه وکړه.

د خوست پوهنې رياست وايي، افغان ټيلي کام د دې رياست دفترونه او د دغه ولايت يو شمېر لېسې د نوري فايبر او انټرنيټ په خدمتونو سمبالوي. په جنوبي زون کې د ياد شوي شرکت مسوول انجنير نياز محمد وويل: د خوست د پوهنې رياست سربېره په نږدې راتلونکې کې د غرغښت، شهید محمد داوود، بي بي حليمې، بي بي خديجې او د مندوزيو لېسې به هم له انټرنېټي خدمتونو څخه برخمنې شي.

د خوست د پوهنې رياست مالي او اداري آمر د انجنير عبدالله خصوصي لېسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ، د يادې لېسې ښوونکي يې وهڅول چې د هېواد د بچيانو د سالمې روزنې او د پوهنې د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي. او زده کوونکي يې وهڅول چې د عصري او ديني علومو د زده کړې په برخه کې هلې ځلې وکړي.

د خوست د معروف ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د دغو ښوونځیو اداري او تدریسي ستونزې یې له نږدې وڅېړلې.
له بلې خوا د ښوونځيو مديرانو، ښوونکو او زده کوونکو ښوونځيو ته د ياد پلاوي د راتګ هرکلى وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS