د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۴:۴۴
123

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره مل پلاوي د یوه کاري سفر په موخه بلخ ولایت ته ولاړ.

د نوموړي د سفر موخه د بلخ د پوهنې ریاست له دندو څخه لیدنه او ارزونه ده، نوموړي د دغه ولایت د پوهنې ریاست له کارکوونکو وغوښتل چې په خپلو کړنو کې د الله (ج) رضا په پام کې ونیسي او د امراء له حکم سره سم چلند وکړي.
 د کیفیت د تضمین معین همدا راز د ټولو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې د کیفیت د تضمین د نوي آمریت د جوړولو اعلان هم وکړ.

له بلې خوا د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونې پر اساس به خپلې کړنې ترسره کړي.
د بلخ د جلالیه دارالعلوم د حدیثو له دورې څخه د ۸۲ تنو علماوو د فراغت په مناسبت یوه لویه غونډه د دغه دارالعلوم په انګړ کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین د معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ګڼ شمېر علماء کرامو په ګډون جوړه شوه. د دې ولایت د سیمه ییزو ادارو چارواکي.
د دیني علومو پر ارزښت او په ټولنه کې د علماوو د مقام په باب خبرې وکړې او همدا شان د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین حاضرینو ته د عصري علومو په برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه د پاملرنې ډاډ ورکړ.
 ورپسې د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خیل فاضلانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغوی یې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل.

د مزارشريف د پوهنې آمر د يادې ادارې کارکوونکو او مسوولينو ته د ديني درسونو د وړاندې کولو په دوام دا ځل د تقوا او په نېکو کارونو کې د مرستو پر ګټو خبرې وکړې او په ورځنیو چارو کې يې پر عملي کولو ټینګار وکړ.

 د مارمل ولسوالی د پوهنې آمر او د یادې ولسوالۍ د دعوت ارشاد مسوول د قیامت پر نښو نښانو، او د قیامت د ورځې په اړه یې  ویناوې وکړې
د بلخ ولایت د رضّه القرآن مدرسې د قرانکریم د حفظ له دورې څخه د ۲۶ تنو نارینو او ۹ تنو ښځینو فاضلانو فراغت د دغه ولایت د مرستیال والي، د سیمه ییزو ارګانونو د مسوولینو، علماوو او د شولګره ولسوالۍ د ګڼو اوسېدونکو په حضور کې ونمانځل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS