له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۹:۵۷
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

کندز

د کندز ولایت د امام قطیبه ابن سعید له دارالعلوم څخه ۳۰ تنه له لویې دورې څخه، ۱۹ تنه له وړې دورې څخه او ۸ تنه د قرانکریم له دورې څخه فارغ شول.
د یوې غونډې په ترڅ کې د کندز ولایت د رهبري پلاوي او د پوهنې ریاست د مشرتابه، دیني عالمانو او د فاضلانو د کورنیو په ګډون د فاضلانو د فراغت مراسم ترسره شول.
یادو مشرانو په خپلو خبرو کې دغو دیني عالمانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه د خپلې علمي کچې د لوړولو په برخه کې ګټه واخلي.

میدان وردګ

د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو ته د معلولیت د مخنیوي او د عامه پوهاوي تر عنوان لاندې سمینار جوړ شو.
 دا روزنیز پروګرام په دریو دورو کې 45 ښوونکي تدریسیږي او ګډونوالو ته د معلولیت لرونکو زده کونکو د هڅولو څرنګوالی ښوول کیږي.

همدارنګه

د ميدان وردګو ولایت د پوهنې رياست اداري غونډه د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل ولي متقي تر څارنې لاندې جوړه شوه.
 په دې غونډه کې د پوهنې رئيس د دغه رياست د بشري سرچینو د مديريت له مسوولينو وغوښتل، چې خپل خالي بستونه دې مرکز ته ولېږي، ترڅو په دې برخه کې په شفافه توګه وړ کسان وګمارل شي.

هرات

د پوهنې وزارت د حکم پر اساس د شینډنډ، میراحمد کوه زور، زیرکوه او بسوپشت کوه ولسوالیو د تعلیمي  څارنې آمرین وټاکل شول.
 د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د يادو ولسواليو د پوهنې رياستونو له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د اسلامي ارزښتونو، اصولو او مقرراتو په رڼا کې د خلکو د خدمت په لاره کې له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS