له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

پروان

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو ريس مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوي د پروان ولايت د جهادي مدرسې د ازموينې د څارنې پر مهال د يادې مدرسې اداري او تدريسي چارې یې هم وڅېړلې د تدریسي بهیر د ښه والي په موخه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

پکتیکا

سویډن موسسې د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست په مرسته  د دې ولایت په تروې ولسوالۍ کې تر خپل کنترول لاندې د سیمه ییزو ښوونځیو د ۲۵ تنو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ کړ.
 د يادې شوې ولسوالۍ د پوهنې آمر دغه پروګرام يو ښوونيز فرصت وباله او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې د دغه سيمينار له موادو او محتوا څخه د امکان تر حده استفاده وکړي.

لغمان

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد په داسې حال کې چې د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد هم ورسره ملتیا کوله، د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري سره وکتل. او د دغه ولايت د دولتي او خصوصي مدارسو د تدريس او اداري چارو د څارنې، کتنې او څېړنې په باب خبرې وکړې.
په دې برخه کې د لغمان مرستیال والي له دوی سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

هرات

په دې وروستيو کې مولوي اسمعيل مظفري د هرات د پوهنې ریاست د مالي او اداري آمر په توګه او مولوي عبدالحکيم خادمي د بشري سرچينو د پراختيا د عمومي مدیر په توګه ټاکل شوي دي. د هرات د پوهنې ريس مولوي عبدالله اميني له هغوى څخه وغوښتل چې د پوهنې په برخه هېواوالو ته په ښه شکل چوپړ وکړي.

جوزجان

د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د دغه ولایت د خصوصي مدارسو سره د همغږۍ په غونډه کې له مسوولینو وغوښتل، چې خپلې ټولې چارې د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ ترسره کړي، د ماشومانو لپاره د زده کړو د پراختیا په برخه کې هڅې وکړي او د راتلونکي نسل لپاره د پوهنې په برخه کې په ښه شکل خدمت وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS