د کندهار ولایت له حکیمیه مدرسې څخه ۳۵۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۰:۱۱
د کندهار ولایت له حکیمیه مدرسې څخه ۳۵۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چي د کندهار ولايت د حکيميه ديني مدرسې د ٣٥٠ تنو فاضلانو او د قرآنکریم د حافظانو د فراغت په مناسبت جوړه شوې وه، د پوهني وزرات سرپرست وزير الحاج مولوي حبيب الله آغا، د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم، د جامعه عمر  امام او خطیب شیخ مولوي حبیب الله حقاني، د ياد ولايت والي حاجي محمد یوسف وفا او د هېواد له نورو ولایتونو څخه ګڼ شمېر شیوخو، علماوو، استادانو، مېلمنو او د زده کوونکو والدینو برخه اخیستې وه.
غونډه د سپېڅلي کلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ا.ا.ا د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا میلمنو ته د ښه راغلاست او فارغانو ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې د ټولنې په پرمختګ کې د علومو او په ځانګړې توګه د دیني علومو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او فاضلان یې له خپلو مسئولیتونو څخه خبر کړل.
ورپسې والي او يو شمېر مېلمنو هم فاضلانو ته د فراغت مبارکي وويله او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د اسلام د سپېڅلي دين د ارزښتونو په خپرولو کې خپله ونډه واخلي، د خپل وس او توان په اندازه د خلکو په خدمت کې واوسي او خپل هېواد او ملت جوړ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS