د بلخ له پوهنې ریاست څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۳
لوګر د هېواد د پوهنې له نظام څخه د خلکو د ملاتړ په دوام، د لوګر په مرکز کې له پوهنې سره دوه تنه خواخوږو دوستانو د ملک خواجه احمد او خواجه همایون په نومونو په خپل شخصي لګښت یې د شش کلا د منځني ښوونځي لپاره ۷۰ له کاره لویدلي میزونه او څوکۍ په اساسي شکل جوړ کړي او د دغه ښوونځي ادارې ته یې سپارلي دي، ترڅو زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي. د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز د دغو دوو کسانو له مرستو څخه خوښي څرګنده کړه او له نورو يې وغوښتل، چې د پوهنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

په هغه لاريون کې چې په سويډن کې د قران کريم د سپکاوي په غبرګون کې ترسره شوې وه، د بلخ ولايت د پوهنې رياست ریس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل او ګڼ شمېر مشرانو او کارکوونکو برخه اخيستې وه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې دغه غير انساني عمل په کلکه وغانده. او په دې لاریون کې یې د ټولو مسلمانانو په یووالي ټینګار وکړ.

د مزارشريف ښار د پوهنې آمریت اداري غونډه د دغه ولايت د ښار د پوهنې د آمر مولوي محمد نعيم بلخي تر څارنې لاندې جوړه شوه او د اداري کارونو د چټکتيا او کاري پلانونو د پلي کولو په موخه يې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار چې د بلخ، شولګره او چهاربولک ولسوالیو په امریتونو کې د اړوندو څانګو د مدیرانو لپاره جوړ شوی و، پای ته ورسېد.
د يادو ولسواليو د پوهنې مسوولينو له ګډونوالو وغوښتل، چې د سيمينار له محتوا څخه په خپلو رسمي دندو کې د لازمو اسانتياوو په برابرولو کې ګټه واخلي.
د خلم ولسوالۍ د پوهنې آمر قاري صبغت الله عکرمه د يادې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې د وضعيت په اړه د يادې ولسوالۍ له مشرانو او د سيمه ييزو ادارو له مسوولينو سره وکتل او د يادې ولسوالۍ د زده کوونکو لپاره يې د زده کړو د اسانتياوو په رامنځته کولو او د خنډونو په لرې کولو کې د مرستو غوښتنه وکړه. چې ګډونوالو په دې برخه کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS