له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۲:۱۷
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

لوګر:
HHOA موسسه په پام کې لري، چې په لوګر ولایت کې تر خپل کنترول لاندې د سواد زده کړې د ټولګیو لپاره 21 تنه ښځي د ښوونکي په توګه وګماري.
 په همدې موخه یې د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د ۷۰ تنو داوطلبانو ترمنځ رقابتي ازموینه پیل کړه، چې له دې ډلې څخه ۲۱ تنه به یې د ښوونکي په توګه وګماري.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني او ورسره مل پلاوي د دغه ولايت په زيرکوه او شينډنډ ولسواليو کې د امام ابوحنيفه له يتيم خانې څخه ليدنه وکړه او د يادو ادارو د اداري او تدريسي چارو د ارزونې په ترڅ کې يې مسوولینو ته د تدریسي بهیر د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

فاریاب:
د فارياب ولايت د پوهنې رئيس مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله د پوهنې وزارت له تګلارې او طرزالعمل سره سم د ښوونیزو کورسونو له مسوولينو سره وکتل.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د کوهبند ولسوالۍ د ښوونځيو آمرینو او مسوولينو د يوې کاري غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت د پوهنې رياست ته د خپلو کلنيو فعاليتونو او دندو راپور ورکړ او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې ورسره شریک کړل.
 د دې ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د دوی کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د دوی ستونزې به هم حل کړي.
بلخ:
د مزار شریف ښار د پوهنې آمریت د بلخ ولایت د دیني عالمانو په همکارۍ د سلطان غیاث الدین په لېسه کې له ۲۰۰ تنو هلکانو او نجونو څخه د سیرت النبي ص ازموینه واخیستله.
د مسوولینو په وینا؛ د دې ازموينې د تر سره کولو موخه د رسول الله (ص) د لوړ مقام ښه پېژندنه او سیرت سره یې بلدتیا وبلله او دا يې د ځوانانو د ديني وړتيا د لوړولو په برخه کې يو ستر ګام وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS