د پوهنې د نړيوالې ورځې په مناسبت د ا.ا.ا د پوهنې وزارت اعلامیه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۹:۲۷
د پوهنې د نړيوالې ورځې په مناسبت د ا.ا.ا د پوهنې وزارت اعلامیه

نن د‌ سلواغې څلورمه نېټه د پوهنې نړيواله ورځ ده. د پوهنې وزارت په همدې مناسبت خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعليم او زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه بولي او هڅه کوي چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
اسلامي امارت په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له ټولو اقتصادي محدوديتونو او ستونزو سره، سره توانیدلی دی، چې په ټول هيواد کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره ديني مدارس او د سیمه ایزو درسي ټولګیو، چټکو زده کړو او لیک او لوست د زده کړې په زرګونو مراکز فعال وساتي.
دا مهال د یاد وزارت په چوکاټ کې لس ميليونه زده کوونکي چې څه د پاسه دوه نیم میلیونه يې نجونې تشکيلوي، په ارامه فضا كې په زده کړو بوخت دي، چې د دوه نیم لکه ښوونکو له لورې چې ۹۲ زره يې ښځينه دي، ورته تدریس او ښوونه کېږي.
د پوهنې وزارت په نړيواله ټولنه هم غږ کوي، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان په ښوونيز ډګر کې یوازې پرېنږدي او ځوان افغان نسل ته د تعليمي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.
افغان ولس هم دنده لري، چې  خپلو بچيانو ته د ښوونې او روزنې د فرصتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې له پوهنې وزارت سره ملاتړی واوسي.
د هیواد ځوانانو ته سپارښتنه کوو، چې خپل علمي رسالت درک او په خپلو زده کړو کې لا ډیر هڅاند او متوجه واوسي.
د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS