له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۹:۴۷
چند خبر کوتاه از فعالیت های معارف ولایات

فراه:
مولوي روزي محمد حنظله د فراه ولایت د پوهنې ریاست د روغتیا د عمومي مدیر په توګه رسماً معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.
د ښوونې او روزنې آمر مولوي خان محمد مستغفر د دې رياست کارکوونکو ته د ښاغلي حنظله د ورپېژندلو پر مهال د فراه د پوهنې رياست نوي مدیر ته یې د روغتيا په برخه کې د برياليتوب هيله وکړه.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وايي: د پوهنې رياست د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د ترافيکو مديريت په مرسته د دې ادارې له کارکوونو سره د موټر چلولو د اصولو او مقرراتو د زده کړې ۱۵ ورځنی پروګرام پيل کړ.
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: پوهنې وزارت د عمومي زده کړو په برخه کې ۹۷ زره ټوکه تدریسي کتابونه دې ریاست ته استولي دي.
د دې ولایت د پوهنې رئیس تاج محمد مطمین وايي، یاد کتابونه به د نورستان ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته د زده کوونکو د وېشلو لپاره ولېږدول شي.
نوموړي زياته کړه: پوهنې وزارت دغه رياست ته ٢٥٠ زره ټوکه درسي کتابونه تخصيص کړي دي او که دغه شمېره راولیږي، نو د درسي کتابونو د کمښت له امله د زده کوونکو د زده کړې ستونزې به هوارې شي.
بدخشان:
د بدخشان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محراب الدين اقبال د دغه رياست د فعاليتونو، لاسته راوړنو او د ستونزو د هواري په موخه اداري غونډه وکړه او له کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې په خپلو دندو کې د پوهنې وزارت مقررات او اصول په پام کې ونیسي.
سرپل:
خزاني ورزشي سيالۍ چې د سرپل ولايت د پوهنې رياست له خوا د دغه ولايت د ښوونځيو د زده کوونکو د ورزشي ټيمونو ترمنځ په لاره اچول شوې وې د راه دانش خصوصي لېسې د ټيم په بريا سره پاى ته ورسيدې.
د سرپل ولايت د پوهنې ريس مولوي محمد رحماني وويل: دغه ټورنمنټ د دغه رياست له خوا د ځوانانو او د ښوونځيو د زده کوونکو د فکري او جسمي استعدادونو د ودې په موخه په لاره اچول شوى و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS