له ولایاتو څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه.

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۲:۲۳
1111

کندهار:
د کندهار ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي د دغه ولايت سپين بولدک ولسوالۍ ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ د دولتي ادارو له مسوولينو، علماوو او ځايي خلکو سره د ښوونځیو او دیني مدارسو پر ستونزو خبرې وکړې. او د دغو دوه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو او په یو شمېر نورو ښوونیزو موضوعاتو باندې یې خبرې وکړې.
پروان:
د پروان ولایت د پوهنې ریاست د نویو کارکوونکو لپاره د انګلیسي، کمپیوټر، اداري او مدیریت په برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست له خوا جوړ شوی درې میاشتنی ښوونیز سیمینار ګډونوالو ته د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسید. 
مفتي محمد حسن حقاني د سیمینار له تنظیموونکو څخه مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د خپلو ورځنیو چارو په ترسره کولو کې د دغې سیمینار له موادو څخه زیاته ګټه پورته کړي.
فراه:
د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د معارف آمر،  ولسوال او د دې ولسوالۍ د امرباالمعروف اونهي عن المنکر مسوول د دې ولسوالۍ د پوهنې له مسوولینو سره په کتنه کې د پوهنې په برخه کې د دوی له خدمتونو څخه وکړه. له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپلو دندو او ورځنیو چارو په ترسره کولو کې د اسلامي شریعت احکام په پام کې ونیسي.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د دغه رياست د مرکزي څانګو له مسوولينو سره په کتنه کې ټولو ته د رښتینی خدمت، د کاري ډسپلين او د يووالي او د یو او بل د منلو پر اصولو خبرې وکړې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې اصولو پر اساس خپلې دندې ترسره کړي. 
لوګر:
د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ د لوګر ولایت په مرکز پل علم د بیدک په ښوونځي کې د ژمنیو ښوونیزو کورسونو په پرانیستلو سره د دغه ولایت د ښوونځیو ۲۵۰ زده کوونکو ته د عصري او دیني علومو د زده کړې زمینه برابره کړه.
د دغه ولايت د پوهنې رياست رهبري د ياد شوي بنسټ دغه کړنه وستايله او د ځوانانو د پوهنې د ودې په لاره کې يې يو مثبت ګام وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS