د کندهار له پوهنې ریاست څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۱۰:۵۷
چند خبر کوتاه از فعالیت های ریاست معارف ولایت کندهار

د شاولي کوټ والسوالۍ د پوهنې آمر مولوي شاه محمود او د کندهار ولایت د دامان والسوالۍ د پوهنې آمر مفتي عبدالواحد سعید د خپلو اړوندو ولسوالیو د ښوونځیو او مدارسو د اداري او تدریسي چارو د ارزونې پرمهال د دې ادارې له ښوونکو او مدیرانو سره له نږدې خبرې وکړې.
دغه راز په دې کتنه کې د تدریسي وضعیت د ښه والي په اړه له دوی سره خبرې وشوې او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د دوی هڅې وستایلې.
د کندهار ولايت د پوهنې رئيس مولوي فخرالدين نقشبندي د خصوصي ښوونیزو بنسټونو له مسوولينو سره په کتنه کې د مرستو د ژمنې په ترڅ کې د يادو ادارو له مسوولينو څخه یې وغوښتل، چې خپلې ټولې اداري او ښوونیزې چارې د پوهنې وزارت د کړنلارې په رڼا کې تنظيم کړي.
د کندهار ولايت د پورته میوند والسوالۍ د غازي محمد ايوب لېسې د دوولسم ټولګيو فارغانو ته د سيرت النبي سيالۍ د ازموینې پایلې اعلان کړې.
د دې سیالیو د پیلولو موخه د زده کوونکو هڅول او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) له اخلاقو او ستر شخصیت سره د نوي نسل د دیني پوهي د کچې لوړول دي.
 د یادولو وړ ده چې د غونډې په پای کې ګټونکو زده کوونکو ته جایزې ووېشل شوې او فارغانو ته یې سندونه ورکړل.
د کندهار د ارغنداب والسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر مولوي عبدالغفار عمري د دې والسوالۍ د ښوونځيو له مديرانو سره د څلور نيم مياشتني ازمويني د چمتووالي او د خان محمد د منځني ښوونځي د اداري او تدريسي چارو د ښه والي په اړه د خبرو پر مهال د پير پايمال، يعقوبي، بابا ولي، سلطان محمود غزنوي او غازي اکبر خان له ښوونځیو څخه یې هم څارنه وکړه.

د کندهار ولايت د کوبي لېسې د اتم، نهم او لسم ټولګيو د زده کوونکو تر منځ د همدې لېسې په انګړ کې د ذهني او مقابلوي پوښتنو سيالۍ ترسره شوې. چې په پای کې د نهم ټولګي زده کوونکو لومړی مقام، د لسم ټولګي زده کوونکو دویم مقام او د اتم ټولګي زده کوونکو دریم مقام ترلاسه کړل.
مسوولینو وویل چې د دغو سیالیو له پیلولو یې موخه د دوی د ذهني ودي پیاوړتیا او د پوهاوي د کچې لوړول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

د کندز له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د کندز ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۳۰۰ کڅوړې مرسته شوې ده.
تمه ده چې د یادو توکو په وېش سره به د دغه ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو فعالیتونو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد ریاست څارنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

BACK TO NEWS