په هیواد کې د اسلامي امارت د بریا په مناسبت د والیبال ورزشي سیالۍ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۰:۴۱
رقابت های ورزشی به مناسبت پیروزی امارت اسلامی در کشور  تورتمنت مسابقات والیبال مکاتب به مناسبت شکست نیرو های خارجی و پیروزی امارت اسلامی در افغانستان، میان تیم های منتخب ورزشی دانش آموزان مکتب های چهار ولسوالی های ولایت کابل( بگرامی، شکردره، چهارآسیاب و پغمان) در میادین سپورتی لیسه عایشه درانی شهر کابل دایر گردید. در فرجام بعد از انجام بازی هایی که میان تیم ها راه افتید، تیم سپورتی شاگردان ولسوالی بگرامی، برنده شناخته شدند. به گفته مسئولان تربیت بدنی وزارت معارف، هدف از راه اندازی این رقابت ها، ضمن هماهنگی

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ماتې او د اسلامي امارت د بریا په مناسبت د کابل ولایت د څلورو ولسوالیو (بګرامي، شکردرې، چهاراسیاب او پغمان) د ښوونځیو د زده کوونکو د منتخبو ورزشي ټیمونو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کابل د عایشه دراني لېسې په ورزشي جمنازیوم کې ترسره شوې.
په پاى کې د ټيمونو ترمنځ له لوبې وروسته د بګرامي ولسوالۍ د زده کوونکو ورزشي ټيم د ګټونکي په توګه وپيژندل شو.
د پوهنې وزارت د بدني روزنې ریاست د مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو له ترسره کېدو څخه یې موخه د ټیم د غړو او د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول او د پوهنې ریاست لپاره د غوره څېرو پیژندل دي.
دا لوبي د غوره لوبډلو ته د ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسیدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS