له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۳ - ۱۴:۱۷
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.
  • میدان وردګ:

د پوهنې وزارت د بلنې او لارښوونې رئیس مولوي عبدالحی حازم د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو او کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل،چې خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت سره سم کړي. په وروځنیو چارو کې د الله ج رضا په پام کې ولري او له هر ډول فساد څخه ډډه وکړي.
 نوموړي دغه راز د دغه ولايت د پوهنې له مشرتابه وغوښتل، چې خپلو کارکوونکو ته د بلنې او لارښوونې رياست له لوري ليکل شوي کتاب چې ديني او اصلاحي موضوعات لري تدریس کړي.

  • کاپیسا:

د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست اداري غونډه د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني په مشرۍ جوړه شوه، په دې غونډه کې چې د ښوونې او روزنې، د اسلامي زده کړو، مالي او اداري آمرینو او يو شمېر نورو مسوولينو برخه لرله. حاضرینو د تېر ښوونیز کال د فعالیتونو او د راتلونکي کال د نویو پروګرامونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

  • بادغیس:

د بادغیس ولایت د جهادي مدرسې څخه   د ۱۱۰ تنو عالمانو د فراغت غونډه د دغه ولایت د قلعه نو ښار په سپورتي لوبغالي کې د پوهنې د مسوولینو او نورو سیمه ییزو ادارو، دیني عالمانو او د فارغانو د کورنیو د غړو په ګډون جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو او ويناوالو له يادې شوې مدرسې څخه ټولو عالمانو ته د فراغت مبارکي وويله او د درس او زده کړې پر ارزښت او ګټو يې خبرې وکړې.

  • سرپل:

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست رهبري پلاوي د دغه ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه او د یادې مدرسې له مسوولینو او زده کوونکو سره یې د لیدنې پر مهال د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ژمنه یې وکړه.

  • کندز:

د کندز ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي د همغږۍ غونډه د کندز ولایت د جک دفتر د ښوونې او روزنې څانګې له مسوول سره د یونیسف ادارې په مالي مرسته د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د جوړولو په موخه جوړه شوه او د عملي کېدو په لارو چارو یې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS