له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۱۲:۴۲
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

میدان وردګ:
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسوولينو د يوې غونډې په ترڅ کې د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رياست له ريس او کارکوونکو سره وکتل، چې په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد رياست د تاسيساتو او دندو په اړه يې معلومات وړاندې کړل. او هغوی ته یې ځینې لارښوونې هم ورکړې او د پوهنې ریاست له رهبرۍ څخه یې وغوښتل، چې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري چاپ شوی کتاب د دغه ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته تدریس کړي.
کندهار:
د يونيسف او کوار ولايتي مسوولينو (واش) پروګرام یې د پوهنې وزارت د سلاکار او د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په حضور کې د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د جمراسي په لېسه کې پرانستله.
د دې ولايت د پوهنې مسوولينو د يادو ادارو له مرستو خوښي څرګنده کړه، خو د سیمې له مشرانو يې وغوښتل، چې له ښوونځيو سره دې هم ورته مرستې وکړي.
خوست:
د خوست ولايت د پوهنې رئيس مولوي سيد وسيم مليار د اسمعيل خېلو ولسوالۍ د زيړي ترخي لېسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.  زده کوونکو یې زده کړو ته وهڅول او مولوي عبدالرشيد یې د يادې لېسې د نوي آمر په توګه معرفي کړ. او همدارنګه د ښوونځي هغه درې تنه استادان یې وستایل چې په ښوونځي کې يې يو کال له معاش پرته درس وکاوه.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد له یو پلاوي سره د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د میا عبدالکریم بابا او میا دیري په ښوونځیو کې د "واش" له هغه پروګرام له تطبیق څخه څارنه وکړه، چې د یونیسف د ولایتي دفتر د ۷۹ زره افغانیو په لګښت سره جریان لري.
ننګرهار:
د ننګرهار د شهید محمد عارف لېسې د کرکټ لوبډلې په ۱۲ پړاویزه سیالۍ کې د ننګرهار د چکنوري لېسې لوبډلې سره مخامخ شوه، چې د شهید محمد عارف لېسې د کرکټ لوبډلې د ۱۶۹ منډو په اخیستو سره لوبه وګټله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS