د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه ترسره شوې تبدیلۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۱۰:۶
د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه ترسره شوې تبدیلۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه ترسره شوې تبدیلۍ د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د یو لړمراسمو په ترڅ کې اعلان شوې.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر، معینانو، مرکزي رئیسانو، آمرینو،مدیرانو او کارمندانو برخه درلوده.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا او د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق ویناوې وکړې.
دوی په خپلو ویناوو کې د تبدیل شویو مرکزي رئیسانو د تیرو ترسره کړیو خدمتونو ستاینه او مننه او په نویو ورسپارل شویو مسئولیتونو کې یې د الله تعالی له دربار څخه ورته د توفیق او نصرت غوښتنه وکړه. دوی په حکومتي چارو کې تغیر او تبدیل یو اصل او هره دنده یو امانت وباله او زیاته یې کړه چې یادې تبدیلۍ  یوازې او یوازې د مزیدو اصلاحاتو او په چارو کې د لا زیات نظم د را منځ ته کېدلو په موخه ترسره شویدي.
غونډه د یاد وزارت د اسلامي زده کړو د معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS