له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۴:۲۴
بخشی از فعالیت های معارف در مرکز و ولایات

کابل:
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمر شکرالله حیدر د حاجر او یونیسف موسسو له استازو او همدارنګه د کابل د پوهنې ریاست د انجینري ټیم سره د لیدنې پر مهال او د پوهنې د ستونزو د حل په موخه د دې ولسوالۍ د پوهنې آمریت د استنادي دیوال له کار څخه څارنه وکړه.
پنجشیر:
د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام عصان حماس له خپلو کارکوونکو سره غونډه وکړه، چې په دې غونډه کې د١٤٠١ مالي کال د بودجې د څرنګوالي په باب يې له هغوى سره خبرې وکړې. او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د خپلو اړوندو څانګو د مالي کال د څلورمې ربعې راپور ژر تر ژره چمتو او د پوهنې ریاست ته وسپاري.
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ریاست د ښوونې او روزنې آمر مولوي عبیدالله هشام په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د لوګر ولايت د پوهنې مسوولينو او د پوهنې له رياست سره مرستندویو ادارو مسوولينو د تيرې مياشتې خپل کاري رپوټونه او لاسته راوړنې یې وړاندې کړې او دراتلونکو پلانونو په باب يې خبرې وکړې.
هرات:
د "فتح او پیروزي " فوټبال کپ چې له دې وړاندې د هرات د انجیل ولسوالۍ د ښوونځیو د ۲۴ ټیمونو ترمنځ په لاره اچول شوی و، چې په پای کې د جمعیت فوټبال ټیم وتوانید چې د دغه کپ اتلولي خپله کړي.
 د دغه ولايت د ښوونې او روزنې آمر مولوي عبدالجليل مزمل د سپورت او ورزش پر ارزښت او ګټو یې خبرې وکړې او د دغو سياليو له تنظيموونکو يې مننه وکړه.
سرپل:
د سرپل ولایت د پوهنې رئیس د دې ولایت صیاد ولسوالۍ ته لاړ او د دې ولسوالۍ له ښوونکو او د پوهنې له مسوولینو سره یې د لیدنې پر مهال د هغوی ستونزې واورېدې او د مرستو ژمنه یې ورسره وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د زده کوونکو ښې روزنې ته جدي پاملرنه وکړي. .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS