د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس د خوست ولایت له جهادي مدرسې او دارالایتام څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۹:۸
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس د خوست ولایت له جهادي مدرسې او دارالایتام څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین د شفاهي هدایت او د پوهنې وزارت د مقام د سپارښتنې په اساس، د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي د خوست ولایت د پوهنې له ریاست او د یاد ولایت له جهادي مدرسې او دارالایتام څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې محترم رئیس صاحب د جهادي مدرسې او دارالایتام له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل، د تدریسي او اداري چارو، د زده کوونکو د علمي سویې، چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه  یې وکړه او مسئولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS