د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین د کابل، لغمان او کاپیسا ولایتونو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده او ورسره مل هیئت د عالیقدر امیرالمؤمنین د شفاهي حکم او د پوهنې وزارت د مقام د سپارښتنې په اساس، د کابل، لغمان او کاپیسا ولایتونو له جهادي مدارسو او مرکزي دارالایتامونو څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې محترم معین صاحب د جهادي مدارسو او دارالایتامونو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل او د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل.
معین صاحب له یادو تعلیمي مراکزو څخه د لیدنې په مهال د مسئولینو او استادانو علمي خدمتونه وستایل او زده کوونکي یې وهڅول ترڅو خپلو زده کړو او مسئولیتونو ته متوجه واوسي، همدا راز یې د مدارسو او دارالایتامونونو د تدریسي او اداري چارو، د زدکوونکو د علمي سویې، چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه وکړه او مسئولینو ته یې سپارښتنې وکړې.
