د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس د پکتیکا ولایت له جهادي مدرسې او دارالایتام څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۹:۱۴
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس د پکتیکا ولایت له جهادي مدرسې او دارالایتام څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین د شفاهي هدایت او د پوهنې وزارت د مقام د سپارښتنې په اساس، د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي د پکتیکا ولایت د پوهنې له ریاست او د یاد ولایت له جهادي مدرسې او دارالایتام څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې محترم رئیس صاحب د جهادي مدرسې او دارالایتام له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل، د تدریسي او اداري چارو، د زده کوونکو د علمي سویې، چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه  یې وکړه او مسئولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS