له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۳:۲۰
11

بلخ:
د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي له خپل ملګري پلاوي سره یو ځای د خصوصي دارالمعالمینونو د څېړنې او هغوی ته د بدیل د برابرولو په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو سره یې وکتل. يادو ادارو ته یې ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت مشرتابه له تاسو سره په هره برخه کې مرستو ته چمتو دی.
سمنګان:
د سمنګان ولایت د پوهنې رئیس مولوي نصرت الله فیضاني د دغه ولایت د پوهنې له نورو مسوولینو سره یو ځای د دره صوف پاین ولسوالۍ د ښوونځیو او مدارسو له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه او د پوهنې د کیفیت د ښه والي په موخه یې د پوهنې له مسوولینو سره وکتل.
همدارنګه:
د همدې ولايت د پوهنې رياست د عمومي زده کړو آمر ملا حکمت الله حنفي او ورسره مل پلاوي د ياد ولايت د يو شمېر ښوونځيو د ازموينې له بهير څخه د ليدنې پر مهال د يادو ښوونځيو اداري او تدريسي چارې یې هم وڅېړلې او د سمون په موخه یې لازمې لارښوونې ورته وکړې. 
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست د انجنيرۍ ټيم د دغه ولايت د اکتید موسسې له انجنيرانو سره په ګډه د دغه ولايت د خواجه دوکوه ولسوالۍ د سالتق ترکمنيه او چوباش افغانيه ښوونځيو د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه.
د څارونکو د معلوماتو له مخې، په ښوونځيو کې چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي او نږدې ۷۵ سلنه پرمختګ شوی دی.
سرپل:
د سرپل ولایت د سانچارک ولسوال مولوي فضل المنان عمري د دې ولسوالۍ د پوهنې له مسوولینو سره یو ځای د ارچتو د هلکانو له لېسې څخه د زده کوونکو د هڅونې او زده کړې په موخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو د هڅو او فعالیتونو څخه یې مننه وکړه. نوموړي له ښوونکو وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې باید جدي کار وکړي او خپل مسوولیتونه په ښه شکل سره ترسره کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۹
Background image

په غور کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ «یُرمه» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
 دغه ودانۍ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت، پر یوه جریب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۳۱
Background image

پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د قومي مشرانو او مهتممانو په مالي ملاتړ د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې مدرسې د. . .

BACK TO NEWS