دپوهنې وزارت د نظارت او ارزیابي ریاست له لوري د راپور ورکولو په برخه کې آنلاین کنفرانس پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۰:۲۴
123

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې(نظارت او ارزیابي) ریاست د راپور ورکولو آمریت له لوري د هیواد د (۹) ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني) د پوهنې ریاستونو د راپور ورکولو مسئولینو ته آنلاین ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د آجنډا او روزنیز پلان سره سم د راپور ورکولو آمریت د آمر ډاکټر عاشق الله «هوشمند» له لورې په آنلاین/غیر حضوري ډول پیل شو.
د ورکشاپ په جریان کې د میاشتني (جدولي) راپور فارمټ، د ربعوار (تشریحي ) راپور فارمټ او د راپور ورکولو د طرزالعمل مهال وېش او سطحې په تفصیلي ډول تشریح او تر بحث لاندې ونیول شوې، دغه راز په یاد ورکشاپ کې د ترلاسه شویو راپورونو د کیفیت په اړه ستونزې په ګوته او د سمون په هکله یې لازمې سپارښتنې وشوې.
د ورکشاپ وروستنۍ برخه د ګډون والو پوښتنو ته ځانګړې شوې وه، چې د راپور ورکولو د مسئول له لوري په ترتیب سره ټولو ګډونوالو ته قانع کوونکي ځوابونه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی آنلاین ورکشاپ به د ظرفیت لوړونې په موخه د هیواد د نورو ولایتونو د پوهنې ریاستونو د راپور ورکولو مسئولینو ته هم  د ځانګړي مهال وېش سره سم وړاندې شي او دا لړۍ به د روانې اوونۍ تر پایه پورې دوام ومومي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS