د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال وزیر فاریاب ولایت ته لاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۳:۵۰
123

 
 د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین شیخ مولوي کرامت الله اخندزاده او ورسره پلاوی د دولتي او خصوصي مدرسو د ارزونې په موخه فاریاب ولایت ته ورسېد.
نوموړي په دغه سفر کې لومړی په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د والي او مرستیالانو، د پوهنې ریاست د رئیس او کارکوونکو، د جهادي لېسو ښوونکو او علماوو په کې ګډون درلود.
غونډه د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین ته ښه راغلاست ووایه.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین شیخ کرامت الله اخندزاده د خپلې لارښوونې په ترڅ کې د مجاهدینو بریا او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت یې د خدای ج یوه ستره لورینه وبلله. ورپسې یې د خصوصي دیني مرکزونو رسمي کولو، د کمیت او کیفیت او د دولتي مدرسو د اداره کولو، د معیاري ښوونیز نصاب چمتو کولو، د یتیم خانو د زده کوونکو پالنه او روزنه او د فارغانو پر اسنادو یې رڼا واچوله او له مسوولینو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.
همدارنګه مسوولينو او استادانو ته یې لارښوونه وکړه، چې د خپل هېواد بچيانو ته داسې روزنه ورکړي، ترڅو د هېواد ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن پاتې شي
د پوهنې معین د غونډې په پای کې د یتیم خانې یتیمانو سره یې د نغدي مرستې په ترڅ کې د پوهنې له مسوولینو سره په ګډه د فاریاب له فاروقیه جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS