د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه
د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د امانیه لېسې د غونډو په تالار کې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
یاد مراسم چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول، د ریاست الوزراء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو د ادارې د لوی ریاست رئیس شیخ نورالحق انور، د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معینیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس، د کابل ښار د دولتي ښوونځیو په استازیتوب استاد برهان الله فضلي او د خصوصي ښوونځیو په استازیتوب استاد شمس الله ویناوې وکړې.
ټولو ویناوالو د اسلام له نظره د ښوونکي د مقام او په ټولنه کې د ښوونکي د رول په هکله تفصیلې خبرې وکړې.
غونډې ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام هم ولوستل شو او له دې سره په څنګ کې د کابل ښار د اړوندو لېسو د ترانو ټیمونو هم خپلې په زړه پورې ترانې واورولې.
د غونډې په پای کې دکابل ښار د پوهنې ریاست د مسئولینو په شمول، د کابل ښار د اړوندو دولتي او خصوصي ښوونځیو (۴۴) تنو ښوونکو ته ستاینلیکونه او د ترانو د ټیمونو غړو ته نقدي سوغاتونه ورکړل شول.
مراسم د کابل ښار د پوهنې د رئیس مولوي احسان الله خطاب له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
