په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې د فعالیتونو لنډیز

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۹:۳۴
lkjhg

کابل:
د کابل والي مولوي ندا محمد ندیم او ورسره ملګري پلاوي په کابل کې د پوهنې ریاست له رئیس مولوي احسان الله خطاب او نورو مسؤلینو سره وکتل.
د کابل د پوهنې رئیس د ښه راغلاست پرمهال د دغه ریاست لاسته راوړنې او ستونزې د کابل له والي سره شریکې کړې.
ښاغلي ندیم د همکارۍ د ژمنې تر څنګ د پوهنې له مسوولینو وغوښتل چې د هېواد بچیان د اسلامي نظام تر چتر لاندې په ښه توګه وروزي.
خوست:
د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د څرمښکۍ عالي لېسې د لسم، یوولسم او دولسم ټولګيو زده کوونکو د دغه ولایت د شیخ زاید پوهنتون له کتابتون، انټرنېټ کلب او درسي کتابونو څخه لیدنه وکړه.
د دغه علمي کورس موخه د دغو زده کوونکو د پوهاوي د کچې لوړول دي.
کابل:
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ښوونې او روزنې آمر شهاب الدین احمدي په داسې حال کې چې د عمر فاروق لېسې د ۱۵ تنو ښوونکو کلنۍ ارزونه یې کوله، د لېسې د اداري او تدریسي چارو څارنه او کنټرول یې هم وکړ او د شته نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
دایکندي:
د دايکنډي ولايت د ميرامور ولسوالۍ د نالج کلي د ښوونځي د بنسټ ډبره د دولتي چارواکو او ځايي خلکو په حضور کې کېښودل شوه. په پلان کې ده چې دغه ښوونځی په ۱۸ خونو کې چې درسي ټولګي او یوه اداري څانګه پکې شامله ده د ځايي خلکو په شخصي لګښت جوړ شي.
کابل:
 د کلکان د تعلیمي نظارت آمر مولوي عزیز الرحمن رحماني او د هغه څارونکي ټیم د صوفیه عالي لیسې کنټرول او څارنه وکړه.
له دې څېړنې وروسته ياد کس د کلکان ولسوالۍ د ښوونځيو او مکتبونو له مسوولينو سره ناسته وکړه او په ورځني ژوند کې يې د شرعي احکامو د مراعات او د ښوونځي د نظم په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
لوګر:
په لوګر ولایت کې د سیمه ییزو روزنیزو ټولګیو ۳۴۵۰ زده کوونکو ته روغتیایي کڅوړې ورکړل شوې.
په دغو کڅوړو کې صابون، د غاښونو برش او د غاښونو کریم، د صابون دانۍ او یو شمېر نور روغتیايي توکي شامل دي، چې د IRC موسسې له خوا د لوګر د پوهنې ریاست په همغږۍ چمتو شوي و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د ارزګان ولایت له پوهنې چارواکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس الحاج مولوي جمعه خان سروري ارزګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د تعلیمي مرکزونو او د پوهنې ریاست د بېلابېلو څانګو له رهبرۍ او کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۳
Background image

په شمالي زون ولایتونو کې د ښوونکو وړتیا لوړولو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول

پوهنې وزارت، د همکارو ادارو په ملاتړ، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کارکوونکو لپاره ۹ ورځني روزنیز ورکشاپونه په بلخ او پروان ولایتونو کې پیل کړل.
په دغو ورکشاپونوکې د شمالي زون له. . .

BACK TO NEWS