د پوهنې وزارت (۴) ګڼه اونیز اداري مجلس دایر شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۶:۱۵
د پوهنې وزارت (۴) ګڼه اونیز اداري مجلس دایر شو

د پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو (۴) ګڼه اونیز اداري مجلس د یاد وزارت د ښوونې او روزنې دمعین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ دایر شو.
په یاد مجلس کې دقرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو تر تلاوت وروسته د پوهنې د مرکزي وزارت او اړوندو دفترونو د ودانیو د امنیت لپاره جوړه شوې طرحه قرائت او د رایو په اتفاق سره تصویب شوه.
همدارنګه د مؤظف شوي هیئت له لوري دکابل ښارتعلیمي مرکزونو او کورسونو ته ترتیب شوې سپارښتنې هم قرائت  او د مجلس د ټولو غړو له لوري تایید او منظور شوې.
وروسته د اجنډا مطابق په موضوعاتو بحث پیل شو. دپوهنې وزارت د اړوند میلمستون د خدماتو د لا زیات سمون په موخه پرېکړه وشوه چې د یاد میلمستون لپاره دې یو تن مسئول او د لګښتونو د معلومولو او محاسبې لپاره دې یو فني هیئت وټاکل شي.
د املاکو او تعمیراتو ریاست اړوند د ترمیماتو د آمریت چې په نوي تشکیل کې منحل شوی، د اضافه بست شویو کارمندانو د سرنوشت د معلومولو اود یاد آمریت د دندو د اجراء لپاره د خدمتي فني کسانو د ګمارنې په موخه د یاد وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل په مشرۍ یو څلور کسیز هیئت وټاکل شو.
همدارنګه دې ته ورته نور مسایل هم تر بحث لاندې ونیول شول.
غونډه د پوهنې وزارت د اسلامي  تعلیماتو د معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS