دپوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه لاندې ټاکنې او تبدیلۍ ترسره شوې
د پوهنې وزارت د ( ګڼه:۱۱، نېټه: ۲۲/۱//۱۴۴۴هـ ق) وړاندېز او د ریاست الوزرا د محترم مقام د( د حکم ګڼه:۳۲۴، نېټه:۴/۲/۱۴۴۴هـ ق) منظوري په اساس، د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه لاندې ټاکنې او تبدیلۍ ترسره شوې:
۱-د مالي او حسابداري ریاست پخوانی رئیس محترم مفتي عزت الله نوري د نصاب ریاست د رئیس په توګه .
۲-د نصاب ریاست پخوانی رئیس محترم مولوي صبغت الله وصیل د شهادتنامو او نتائجو ریاست د رئیس په توګه.
۳-د شهادتنامو او نتایجو ریاست پخوانی رئیس محترم مولوي غلام ربي د نظارت او ارزیابي ریاست د رئیس په توګه.
۴-د نظارت او ارزیابي ریاست پخوانی رئیس محترم مولوي صدرالدین سعد د مالي او حسابداري ریاست د رئیس په توګه.
۵-د خدماتو ریاست پخوانی رئیس محترم استاد حبیب الله خالد د زده کوونکو د چارو(امور متعلمین) ریاست د رئیس په توګه.
د الله تعالی له دربار څخه ټولو محترمو رئیسانو ته د توفیق او نصرت غوښتنه کوو.
