د امریکا د تعلیمي پراختیا د پروګرام رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۹:۱۸
د امریکا د تعلیمي پراختیا د پروګرام رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

د امریکا متحده ایالاتو د تعلیمي پراختیا د پروګرام رئیس ښاغلي ران مک کامن(Ron Mac Cammon) او ورسره مل هیئت د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر سره وکتل.
په یاده لیدنه کې ښاغلي مک ران یادونه وکړه، چې دوی غواړي د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې افغان ماشومانو او ځوانانو ته د انلاین/غیرحضوري زده کړو پروګرام پیل کړي.
محترم وزیر صاحب په خپلو خبرو کې لومړی ښاغلي مک ران ته ښه راغلاست ووایه او افغانانو ته  د تعلیمي خدمت د هوډ د درلودلو له امله یې ورڅخه مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان د نړیوالې ټولنې په ملاتړ له ستونزو او چلینجونو سره د مقابلې هڅه کوي. د نوموړي په وینا، که نړیواله ټولنه غواړي چې افغانستان هم د نړۍ په افق د یو متمدن او پرمختللی هیواد په توګه وځلېږي باید په تعلیمي ډګر کې په بشپړ ډول د افغانستان ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS