د پوهنې وزارت د مشرتابه شورا د نوي کال لومړۍ غونډه ترسره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۹:۳۲
123

د پوهنې وزارت د مشرتابه شورا  د نوي کال لومړۍ غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده غونډه کې چې د وزارت څلورتنه معینانو،سترسلاکار او د نشراتو رئیس برخه درلوده، د وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د تعلیمي اسنادو د ارزیابي، د ښوونځیو د شوراګانو د لایحې، تعلیمي مراکزو ته د وسلوالو کسانو د ننوتلو د مخنیوي په خاطر له امنیتي ارګانونو سره د مذاکراتو د ترسره کولو، د رفع تقاعد د وړاندېزونو په هکله د تصمیم نیولو  او دې ته ورته نورو موضوعاتو په اړه تفصیلي بحثونه او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS