په افغانستان کې د جاپان سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۲:۲۱
په افغانستان کې د جاپان  سفیر د پوهنې  وزارت له سرپرست  وزیر سره وکتل

په افغانستان کې د جاپان هیواد سفیر ښاغلي اوکاډا تاکاشا ( Okada Takashi) او د سفارت لومړي سکرتر ښاغلي هیرو یوکي کینیډا (Hiroyuki Kaneda)  د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر سره وکتل .
 په یاده لیدنه کې د جاپان سفیر له محترم وزیر صاحب سره د وروستیو زلزلو او سیلابونو له امله غمرازي شریکه کړه او زیاته یې کړه، جاپان  به د یو متحد هیواد په توګه هیڅکله  افغانستان په سختو حالاتو کې یوازې پرېنږدي.د نوموړي په وینا، افغانستان د آسیا په زړه کې پروت هیواد دی، د افغانستان ثبات او پرمختګ د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه دی، جاپان هیواد ټینګه اراده لري چې له  افغانستان  سره په تعلیمي ډګر کې مرسته وکړي.
ورپسې د پوهنې محترم وزیر صاحب لومړی راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه، له افغانستان سره د جاپان هیواد د بشري مرستو له امله یې له یاد هیئت څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې  تعلیم  د هر افغان وګړي حق دی او اسلامي امارت د خپلو نړیوالو متحدینو په مرسته هڅه کوي، چې خپلو هیوادوالو ته په تعلیمي ډګر کې معیاري، متوازن او عادلانه خدمات وړاندې کړي او په  دې برخه کې نړیواله ټولنه هم مسئولیت لري، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلي افغانستان ته د همکاري او دوستي لاس وغزوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS