د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست فعالیتونو ته لنډه کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۱۵:۲۵
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست  فعالیتونو ته لنډه کتنه

د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس د کابل تر فتحې وروسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب د ځانګړي  هدایت په اساس، د اسلامي امارت د ټولو اړوندو وزارتونو او مستقلو ادارو په چوکاټ کې د دعوت او ارشاد په نامه ریاستونه تاسیس شویدي، چې د اداراتو په داخل کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر، سمع شکایات، د وزارت د ټولو چارو نظارت اوڅارنه او  د شرعي درسونو او اصلاحي  پروګرامونو د تنظیم  دنده په غاړه لري.
 دپوهنې وزارت په چوکاټ کې هم په یاد نامه یو فعال ریاست موجود  دی، چې الحاج مولوي عبدالحی حازم صاحب یې د رئیس په توګه دنده اجراء کوي. د یاد ریاست په تشکیل کې د امام، مدرس ، مؤذن مبلغ، اجرائیه مدیر او ځيني نور بستونه موجود دي.
 یاد ریاست  تر لوی  اختر وړاندې د وزارت د مامورینو لپاره د قرآنکریم د ژباړې او د خپل ځانګړي نصاب په اساس شرعي درسونه درلودل، چې دپوهنې وزارت په مسجدکې به دوزارت ټولو کارمندانو ته تدریس کېدل. اوس مهال په اونۍ کې پنځه ورځې د وزارت کارمندانو ته د ماسپښین تر لمانځه وړاندې شرعي درسونه او اصلاحي پروګرامونه  وړاندې کوی. 
د یاد ریاست مسئولینو تر لوی اختر وروسته د وزارت  له ټولومعینیتونو او مرکزي ریاستونو سره غونډې درلودې، چې له دې جملې څخه په ۱۴۴۳/۱۲/۱۸هـ ق نېټه یې د ښوونې او روزنې معینیت له اړوندو ریاستونو، په۱۴۴۳/۱۲/۱۹هـ ق نېټه یې د وزارت د مقام  او دفتر د عمومي  ریاست له اړوندو ریاستونو او په  ۲۱/۱۲/۱۴۴۳هـ ق نېټه یې د اسلامي تعلیماتو او کیفیت د تضمین معینیتونو له اړوندو ریاستونو سره غونډې درلودې. په یادو غونډو کې په وزارت کې د شرعي درسونو او اصلاحي پروګرامونو په مهال وېش بحث وشو. پرېکړه وشوه، چې په اونۍ کې پنځه ورځې به په نوبت سره د وزارت کارمندانو ته شرعي درسونه تدریس کېږي، هغوی ته به په شریعت باندې د عمل کولو، انفرادي او ټولنیزې تقوا اختیارولو، له رشوت، اختلاس او اداري فساد څخه د ځان ساتلو او سیرت او صورت په اسلامي شریعت باندې برابرولو په هکله سپارښتنې کېږي. له نېکه مرغه د یادو درسونو او اصلاحي پروګرامونو لړۍ په بریالیتوب سره روانه ده. د وزارت کارمندان له  درسونوڅخه زیات خوښ دي او  په منظم ډول ورته حاضرېږي.
د وزیرانو شورا د( ۱۹) ګڼه مصوبې په اساس، د پوهنې وزارت د محترم وزیر صاحب په لاسلیک د هیواد د پوهنې ټولو ولایاتي ریاستونو ته مکتوبونه استول شویدي ترڅو هر ریاست د دعوت او ارشاد ریاست ته خپل امام مبلغ ور معرفي کړي. زیاترو ریاستونو دا کار کړیدی او په نږدې راتلونکې کې به پاتې ریاستونه  هم خپل امام  مبلغ معرفي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې دولایتي ریاستونو په چوکاټ کې هم د دعوت او ارشاد فعالیتونه پیل شویدي او په نږدې راتلونکې کې به د هیواد مدارسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو ته هم د یاد ریاست فعالیتونه وغزول شي.ان شاءالله .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS