د قطر هیواد مرستیال سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل
(یکشنبه، ۲۵/۱۲/۱۴۴۳هـ ق-۲/۵/۱۴۰۱هـ ش)
په افغانستان کې دقطر هیواد مرستیال سفیر ښاغلي سعید العدا، د سفارت دریم سکرتر ښاغلي سُباح الکُوري او د مرستیال سفیر منشي شیبان الهاجري، د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر سره وکتل .
په یاده لیدنه کې د پوهنې محترم وزیر صاحب لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې قطر هیواد تل له افغانستان سره نږدې اړیکې پاللې دي او په ستونزمنو حالاتو کې د افغانستان دوست هیواد پاتې شویدی. نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولې نړۍ په تیره بیا اسلامي هیوادونو سره د متقابل احترام او دوه اړخیزوهمکاریو د اصل پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې ساتل او پالل غواړي. وروسته یې د خپلو خبرو په ترڅ کې د هیواد په تعلیمي وضعیت لنډه رڼا واچوله.
ورپسې د قطرهیواد مرستیال سفیر ښاغلي سعید العدا د افغانستان اوقطر هیواد دوستانه اړیکو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، قطر هیواد له افغانستان سره د ژوندانه په ټولو اړخونو په تیره تعلیمي ډګر کې هر ډول همکاري ته چمتو دی.نوموړي زیاته کړه، د قطر هیواد پلان لري چې په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولوپه برخه کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.
