په افغانستان کې د ناروي هیواد سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۱:۴۵
په افغانستان کې د ناروي هیواد سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

 په افغانستان کې د ناروي هیواد سفیر اول لیندمن (0LE LINDEMAN) او ورسره مل هیئت یې چې په ترکیب کې یې د یاد هیواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د سولې او پخلاینې د څانګې مشره میرمن سیري بورجن (SIRI BORGEN)، په قطر هیواد کې د ناروي د سفارت کارکوونکې میرمن اني هیون (ANNE HAVN) او د یاد هیواد بهرنیو چارو د وزارت د امنیتي پالیسي د څانګې مسئول جینز اوډګارډن(JENS ODEGAARDEN)  شامل وو، د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د یاد وزارت له سرپرست  وزیر شیخ مولوي نورالله  منیر صاحب  سره  وکتل.
په یاده لیدنه کې د ناروي هیواد سفیر وویل،  چې دی افغانستان ته  د همکاري او ملاتړ له پیغام سره راغلی دی، د نوموړي په وینا، د افغانستان له ښوونیز بهیر سره مرسته د ناروي هیواد  په لومړیتوبونو کې ده.
د پوهنې محترم وزیر صاحب  د ناروي هیواد له سفیر څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې یاد  هیواد تل د افغانستان  یو غښتلی متحد  پاتې شویدی. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت تعلیمي پالیسي داده،  چې د هیواد هر وګړی له ښوونې او روزنې څخه بې برخې پاتې نه شي او په دې برخه کې نړیواله ټولنه هم مسئولیت لري چې افغانستان  یوازې پرېنږدي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS