د نېکمرغه کوچني اختر د را  رسېدلو  په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۱ - ۸:۱۸
د نېکمرغه کوچني اختر د را  رسېدلو  په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام

تر هرڅه نه مخکې ګران افغان ولس او ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدلو په مناسبت د مبارکي مراتب وړاندې کوم. الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو په تیره بیا ځورېدلو افغانانو وروڼو ټولې ښېګڼې او عبادات قبول کړي. 
دا یو منل شوی واقعیت دی، چې د سږکال اختر به د تیرو شلو کلونو له اخترونو سره زیات توپیر ولري، ځکه د اشغال کرغېړنه دوره ختمه شوېده او په هیواد کې له زیاتې مودې وروسته  یو خپلواک اسلامي حکومت تاسیس شویدی.
امید لرو چې دغه کوچنی اختر به د ټول  اسلامي امت په تیره بیا افغان ولس لپاره د خوښیو او نېکمرغیو پیلامه وي، نور به تاریخ نه تکرارېږي او هیواد به مو بیا په  اشغال او جګړو کې نه را ښکېل کېږي.
اسلامي امارت غواړي، چې له خپل ظرفیت، وړتیا او تجربې څخه په استفادې سره وران شوی هیواد ورغوي. دغه نېکمرغه اختر به د هیواد د وداني لپاره یوه پیلامه وي. پرمختللی،خوندي او آباد افغانستان د هر افغان وګړي ارزو ده او اسلامي امارت به د هیوادوالو دغه هیلې نامراده پرېنږدي.
یو لوستی، مثقف، متمدن او تعلیم یافته ځوان نسل روزل د اسلامي امارت په کاري لومړیتوبونو کې دي او ددې عظیم رسالت د اداء کولو دنده دپوهنې وزارت ته سپارل شوېده. یاد وزارت تصمیم لري، چې ټول ملت ته متوازن معیاري تعلیمي خدمات وړاندې کړي او په دې برخه کې په لږه موده کې زیات کارونه شویدي. د کابل په ښار او ټولو څوارلسو ولسوالیو کې د ۷ میلیونو درسي کتابونو د وېش بهیر بشپړ شویدی، د هیواد په ۷ نورو ولایتونو کې څه د پاسه ۶ میلیونه کتابونه د توزیع په حال کې دي، څه د پاسه پنځه میلیونه کتابونه چې د هیواد ۷ولایتونو ته کفایت کوي، له چین څخه هیواد ته د را رسیدلو په حال کې دي، د ۱۹پاتې ولایتونو لپاره ۲۱ میلیونه جلده کتابونه په هندوستان هیواد کې تر چاپ لاندې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې د چاپ،انتقال او توزیع پروسه بشپړه شي. د ازاد رقابت له لارې په مرکز او ولایاتو کې د نارینه او ښځینه ښوونکو د ګمارنې بهیر په بریالیتوب سره روان دی. د هیواد په هره ولسوالي کې له ۳ څخه تر ۱۰ پورې د کلیوالي لومړنیو ښوونځیو او د هر ولایت په سطحه د یوې سترې دینې جامعې چې لږ تر لږ به د زر(۱۰۰۰) تنو زده کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري، جوړول په نږدې راتلونکي په پلان کې دي. د علماوو د تعلیمي اسنادو د ارزیابي لپاره یو غوره کاري مېکانیزم تر کار لاندې دی.
له ګران ملت، نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو څخه هیله لرو، چې افغانستان په تعلیمي ډګر کې یوازې پرېنږدي، متمدن، مصئون او په تعلیم سنبال افغانستان د هرچا په ګټه دی، د افغانستان خاوره او بشري سرچېنې به هېڅکله د کوم ګاونډي هیواد یا بهرني جهت په خلاف نه استعمالېږي. افغانستان د نړیوالې ټولنې یو متعهد غړی او وفادار متحد دی. مه پرېږدئ چې دا وفادار متحد د نړیوال تمدن له قافلې څخه شاته پاتې شي. یوځل بیا مو نېمکرغه کوچنی اختر مبارک.
والسلام
شیخ مولوي نورالله «منیر»
دپوهنې وزارت سرپرست وزیر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS