د پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو اونیز مجلس دائر شو
د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر صاحب په مشرۍ، په داسي حال کې چې معینانو هم پکې برخه درلوده، د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو(۳۲) نمبر اونیز مجلس دائر شو .
یاد مجلس چې د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو،د پوهنې وزارت د استعدادونو د ارزونې ریاست د رئیس مفتي عبدالولي سداد په مشرۍ یو څلور کسیز هیئت ته پکې دنده وسپارل شوه، ترڅو د هغو علماء کرامو لیستونه/د اساس کتابونه پیدا کړي، چې د اسلامي امارت د حاکمیت په تېر دور کې یې اسناد ارزیابي شوي وو،ترڅو د پوهنې وزارت له لوري هغوی ته داسنادو د تصدیق مکتوبونه ورکړل شي. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د پوهنې وزارت څخه دې د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت،د استخباراتو عمومي ریاست،د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او دکابل ولایت مقام ته رسمي مکتوبونه ولېږل شي ترڅو د هغوی اړوند وسلوال کسان تعلیمي مراکزو او ښوونځیو ته داخل نه شي،که چیري د داخلیدلو ضرورت وو، د اړوند ارګان او دپوهنې وزارت د اجازې رسمي مکتوبونه باید له ځان سره ولري.
همدارنګه دې ته ورته نورو مسایلو په اړه هم تفصیلي بحثونه او پرېکړې وشوې. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
